IQNA

د برازيل خلك د اسلام پيژندلو سره ډېره مينه لری

7:54 - October 27, 2009
د خبر لمبر: 1841717
نړيواله ډله: د برازيل د فولا(Folha) ورځپاڼې مشر د مطبوعاتو په شپاړسمنی نندارتون كښې په تهران كښې وويل: د برازيل خلك د اسلام پيژندلو سره ډېره مينه لری
سامی ادگيرنی (Samy Adghirni) د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو اترو كښې كښې دا څرګندونه وكړه: كه د برازيل د نورو دينونو له خلكو پوښتنه وكړې چې مسلمان یې نو هغوی له زړه غواړی چې خپل ځان مسلمان څرګند كړی ځكه چې هغه روښانه فكر لری او د اسلام ته هركلی وايی.

هغه وويل: برازيل د امريكې په شان نه دی چې خلك پكښې د خپلې عقيدې په هكله پوښتنه نه شی كولی او همدا سبب دی چې هر څوك پكښې په څرګنده د خپل دين مسئلې بيانولی شی او خپلې ستونزې پوښتلې شی.
د مطبوعاتو شپاړسمنې نندارتون د لړم د مياشتې تر څلورمې نیټې دوام لری.
483452
captcha