IQNA

په غزه كښې د قران كريم د حافظانو د درناوی پروګرام ترسره شو

7:08 - November 02, 2009
د خبر لمبر: 1843455
نړيواله ډله: د غزې د 180 قرانی حافظانو د درناوی پروګرام د لړم د مياشتې په نهمه نیټه ماځیګر د غزې د قرانی د حفظ د مركزونو او جماتو د چارو د انجمن په مرسته ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری (اژانس ايكنا) په ګزارش چې د «معا» خبری اژانس یې نقلوی، دا پروګرام د «تيجان الوقار؛ سبيل الأحرار» تر عنوان لاندې د فلسطين د اسلامی مقاومت (حماس) د ځينې مشرانو په ګډون سره په غزې كښې ترسره شو.
په دې پروګرام كښې د حماس مشرانو «أسامة المزينی» او «صقرأبوهين» ګډون وكړ او د غزې د قران د حفظ د مركز مشر «زياد الحجاج» پكښې د قران په هكله وينا وكړه.
485832
captcha