IQNA

د رضوی شعر پروګرام په قطر كښې ترسره شو

7:08 - November 02, 2009
د خبر لمبر: 1843457
د تفكر او علم ډله: په قطر كښې د جمهوری اسلامی ايران د سفارت له خوا د اتم امام حضرت علی بن موسی الرضا(ع) د زوكړی په مناسبت د جمعې په ورځ د لړم د مياشتې په 8 نیټه په دوحې كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا پروګرام د ايران په سفارت كښې د بيلا بيلو كلتوری كسانو او په قطر كښې د ايران هستوګنو په ګډون سره ترسره شو.

د ايران د سفارت غړی احمدی په دې پروګرام كښې وينا وكړه او ویې ويل: دې كال د ايران شل كلتوری مركزونه په دې مناسبت پروګرامونه ترسره كوی چې قطر هم پكښې د شعر رضوی په شكل كښې ګډون وكړ.

هغه همدارنګ د امام رضا(ع) په هكله خبرې وكړی او د هغه شخصيت یې د ټولنې او حاكم سياست لپاره نمونه او بيلګه وګاڼه.
485857
captcha