د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ا يت الله العظمی خامنه ای نن له زده كونكو، محصيلينو، او دشهيدانو له كورنيو سره په كتنه كښې داستكبار دپيژندګلوۍ لپاره دبصيرت ضرورت ته په اشارې سره ټينګار وكړ ترهغه وخته چې دامريكا حكومت له ګواښ او خپلې استكباری روحیې لاس وانه خلی دايران ملت به دامريكا دحكومت په ظاهره د پخلاينې په وينا دوكه ونه خوری اوپه هیڅ وجه به له خپلواكۍ ، ازادۍ ، ملی ګټو، اوخپلو حقوقو شاتګ ونكړی .
په دغه كتنې كښې چې په ايران كښې له نړيوال استكبارسره دمبارزې دملی ورځ يعنی دلړم دمياشتې دديارلسمې نیټې په درشل كښې وشوه داسلامی انقلاب ستر لارښود په بيلابيلو هيوادونو په تيره بيا په اسلامی هيوادونو كښې دامريكا دحكومت په كړچار استناد سره زياته كړه داسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته دامريكا حكومت دايران له ملته دبخښنې دغوښتلو او دهغو تاوانونو دجبرانولو لپاره چې دايران ملت یې رسولی وو داسلامی انقلاب له هماغه لومړيو څخه دايران دملت او اسلامی نظام په ضد ددسيسو په پلانونه بوخت شو او په تهران كښې دامريكا سفارت دايران په ضد ددسيسو او دجاسوسۍ په مركز بدل شو.
دايران داسلامی انقلاب سترلارښود حضرت ايت الله خامنه ای دايران دملت په ضد دامريكا دديرش كاله جنايتونو فهرست يو ستر كتاب وباله او دمشكلاتو دحل او له ايران سره دخبرواترو لپاره دامريكا دنوی ولسمشر باراك اوباما په ظاهره ښكلی او بيا بيا ليكليو او زبانی پيغامونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دايران اسلامی جمهوريت له هماغه لومړيو فيصله وكړه وارمخكې قضاوت ونكړی او په عمل كښې د بدلون شعار ووينی خو په دې موده كښې هرڅه چې په عمل كښې ليدل شوی دی دهغو ويناو په خلاف دی چې باراك اوباما كړی وې .
دايران داسلامی انقلا ب ستر لارښود حضرت ايت ا لله خامنه ای په دې خبرې ټينګار سره چې دايران ملت په خپلواكۍ ، ازادۍ ، ملی ګټو او په علم اوټيكنالوژۍ كښې په پرمختګ پسې دی جوته كړه كه چيرې څوك وغواړی دايران دملت په دغو حقوقو تيری وكړی ملت به په ټول وجودسره دهغو په مقابل كښې ودریږی او هغوې به په ګونډو كړی .
دايران د اسلامی انقلاب سترلارښود په دوام كښې وويل امريكايان په ځينو مسايلو او دايران دولسمشرۍ له ا نتخاباتو دورسته په پیښوځان خوشحاله نه كړی ځكه چې دايران اسلامی جمهوريت له دغو خبرو لا ژور او جرړه لرونكی دی
487366