IQNA

په كويت كې د قدس نړيوال سيمنار تر سره كیږی

7:13 - November 04, 2009
د خبر لمبر: 1844467
نړيواله ډله: د كويت لومړی وزير ښاغلی "ناصر المحمد" په مشرۍ په كويت كې د قدس او عربو ضمير په موضوع يو نړيوال سيمينار تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت ورځ پاڼی القدس یې نقلوی چې د كويت په پوهنتون كې تر سره كيدونكی دوه ورځنی نړيوال سيمنار كې د دنيا مختلفو هيوادونو د فلسطين د چارو څیړاند، متفكر او استاذانو په زيات شمير كې ګډون كوی.
د كويت پوهنتون د انسانی علمونو د "العربیہ" مجلی ایډیټر ښاغلی "سعاد عبدالوھاب" په دوهم نومبر په خپلی يوې بيانيی كې ويلی وو چې په دې سيمينار كې " قدس، د دينونو د وعدی ځای" او " قدس د تاريخ په اوږدو كې" "د بيت المقدس خطی نسخی سندونه او كتابتونونه" او "قدس د پیښو له مخی" په شان موضوع ګانو په هكله ويناوی تر سره كیږی
486602
captcha