IQNA

په يورپ كښې په اينټرنیټ كښې لومړنۍ قرانی ریډيو شورو شو

7:12 - November 04, 2009
د خبر لمبر: 1844474
نړيواله ډله: د بيلجيم د «آنتورپ» ښار د «بيت القرآن» مؤسسې د يورپ قران ریډيو په «www.baitoalkoran.com/index.php» ادرس د دوشنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 11نیټه په اينټرنیټ كښې شورو كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د قطر له الرايه ورځپاڼې یې نقلوی، د بيلجيم د «آنتورپ» ښار د «بيت القرآن» د مؤسسې مشر او د يورپ د اسلامی اقتصاد د عالی شورا مشر «محمد بنيعيش» وويل: د يورپ د اطلاع رسوونكی مركز د قران ریډيو په 24 ساعته كار كوی او د قران او سنت ښوونې به د پورپ او ټولې نړۍ خلكو ته وړاندې كوی.

هغه زياته كړه د دې غرض، د مسلمانانو او د غير مسلمانانو، ټولنيزې، كلتوری او د ښوونې اړيكې مزبوتول، د اسلام اصلی څيره وړاندې كول، د اسلام او لويديز يو بل پيژندل، د انسانی اخلاقو او اصولو مزبوتول او د ټولنې د ګډو اصولو خيال ساتل وښودل.
دا مركز په دې پتې (www.baitoalkoran.com)هم ليدی شئ.
486884

captcha