د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د عربستان له «البلاد» ورځپاڼې یې نقلوی، د فقه اسلامی د نړيوالې غونډې مشر «عبدالسلام داود العبادی» د حجيانو حج ته د روانيدو په وخت په يوه بيانيه كښې وويل: دا غونډه چې د اسلام د عالمانو ويندویې ده، په دې خبره تاكيد كوی چې حجيان دی په ډېر ارام، صلحې او اسانۍ سره حج ترسره كړی د دې لپاره چې د كومو عملونو لپاره چې دلته راغلی دی هغه په ځای راوړی.
په دې بيانیې كښې راغلی دی: په مكه او مدينه كښې بايد د هغه ځايونو د پاكۍ خيال وساتلی شی او د حج په وخت كښې د اسلامی ادابو او اصولو خيال وساتلی شی.
486912