IQNA

په استنبول كښې د 57 اسلامی هيوادونو غونډه

13:37 - November 07, 2009
د خبر لمبر: 1845690
نړيواله ډله: د (COMCEC) د اسلامی كانفرنس د غړيو هيواونو د اقتصادی او تجارتی چارو د كمیټۍ پينځيشتمه ناسته د پنجشنبې په ورځ د لړم د مياشتې په څوارلسمه نیټه د تركیې د وزير او د (COMCEC) د مشر عبدالله ګل د نظارت لاندې شورو شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) ګزارشت چې له risalehaber یې نقلوی، لومړنۍ ناسته یې د اسلامی هيوادونو د عالی رتبه مشرانو په ګډون سره ترسره شوه او د دې كمیټۍ دويمه ناسته به د شنبې په ورځ، د لړم د مياشتې په 16 نیټه د اسلامی هيوادونو د وزيرانو په ګډون سره په دې غرض ترسره كیږی چې د اسلامی كانفرنس د غړو هيوادونو د اقتصادی مخپرتګ په هكله پكښې خبرې اترې وشی.
په دې ناسته كښې له ګډون كوونكيو څخه يو د ايران ولس مشر محمود احمدی‌نژاد او د سورې ولس مشر «بشار اسد» دی همدارنګ پكښې د روسیې، بوسنيا و هرزگوينا، قبرس او تايلينډ هيوادونو استازی هم ګډون كوی.

488448
captcha