IQNA

ايت الله خامنه ای: حج د اسلامی نړۍ يوه غټه معنوی خزانه ده

15:58 - November 09, 2009
د خبر لمبر: 1846501
سياسی ډله: حضرت ايت الله خامنه ای د حج كاروانونو مشرانو او په دې كې كاركوونكو كسانو په كتنی كې حج د اسلامی نړۍ يوه غټه معنوی خزانه وبلله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حضرت ايت الله خامنه ای وينا دا ده، و الحمد لله رب العالمين والصلاه علی سيد المرسلين و علی اله الطيبين و صحبه الصادقين د حج ورځې د هر كال په شان له معنوی بشارتونو سره رارسيدلی دی او اسلامی نړۍ ته قيمتی فرصت په لا س ورغلى دى كه څه هم له هر ځايه ليواله زړونه هغه لور ته الوځی خو هغه نيكمرغه كسان چې دغه ارمان یې پوره كیږ ی ډير كم دی او دا پخپله د دغه تل روانې چينې د هميشنی پيوستون سبب دى د يار په كور كې د وروڼو كلنى ديدار زړونه له يو پلوه د خلقت له قبلې او له بل اړخه له جدا شويو يارانو سره بيا پيوندوی او د اسلامی امت په تنې كې هم یې په معنويت او هم په سياست كې نوے روح پوكی .
له مادی ككړتياوو پاكی او په هر ځای او هر كار كې پرله پسې د خدای ديدار كه څه هم دحج په يو څو ورځو كې ولې نه وی خو د انسان لپاره لويه توښه ده د حج ټول اداب او دستورې د دې لپاره دی چې حاجې دغه معنوی تجربې ته ورسیږی او دغه خوند د زړه له تله احساس كړی . په سياسی برخه كې په حج كې اصلی چورليز د اسلامی امت د يو موټی هويت ښودل دی له يو بله د وروڼو ليرې والى بدغواړو ته ميدان پریږدی او د مسلمانانو تر مينځ د نفاق تخم زرغونوی .
اسلامی امت له بيلابيلو توكمونو اوقامونو او د مختلفو مذهبونو له منونكو جوړ دے دا تنوع چې د زمكې په حساسه برخه كې د تيتوالی په شكل كې موجود دے د دغه لوی امت د طاقت ذريعه چ؛جوړيدے شی او كولى شی د هغوی ګډ تاريخ ميراث او كلتور په دغه لويه ساحه كې لا فايده من كړی او له ډول ډول انسانی او طبئعی وړتياوو او استعدادونو د هغوی په خدمت كې كار واخلی . لويدیځ ښكيلاك اسلامی هيوادونو ته د راتګ پخه وخت همدغه ټكر په نظر كې نيولى او په يوهیړ یې تفرقه اچونكی انګېزې لمسولی دی .
استعمار ګر سياستوال ښۀ پوهيدل چې كه د اسلامی امت يو هیړے هويت جوړ شی د هغوی د سياسی او اقتصادی ولكې ته ډپ كیږی نو په پرله پسې او اوږد مهاله هڅو سره یې په مسلمانانو كې اختلافاتو ته لمن وووهله او د دغه سپيره سياست په سيور ی كې یې د عامو خلكو له غفلت او د سياسی او كلتوری واكمنانو له سست عنصرۍ ګټه پورته كړه او په اسلامی هيوادونود سلطې لپاره یې خپل كار پر مخ بوتلو . په تيرې پیړۍ كې په اسلامی هيوادونو كې د ازادی غواړو غورځنګونو ځپل او په دغو هيوادونود خیټې اچولو لپاره د استعمارګرو پرمختګ او په هغوی كې د ظالمو حكومتونو جوړول يا پياوړی كول د طبيعی منابعو چورول او د انسانی ځواك نابودوول او په نتيجچه كې د ساينس او ټكنالوژې له قافلې د مسلمانو امتونو شاته پاتی كول ټول د تفرقې او بيلولو په وسيله چې كله كله دشمنۍ او ورور وژنې ته رسیږ ی تر سره شوی دی .
د اسلامی بيدارۍ په پيل سره چې سرټكلى یې په ايران كې د اسلامی جمهوريت راتلل وو د لويدیځ استعمار كيمپ له لوی ګواښ سره مخامخ شو د لويدیځ او ختیځ د مكتبونو ماته او د هغوی ارزشونو چې استعمار پالو د بشريت د خوشبختۍ يوازينۍ وسيله ګڼله غلط ثابتيدلو په اسلامی امت كې اسلامی ځان پيژندنې جرړه وزغلوله او د دغه الهی شمې د ګلولو لپاره د مستكبرانو پرله پسې ناكاميو د مسلمانو امتونو په زړه كې د اميد نيالګے راوټوكاوه . نننی فلسطين ته كتنه چې په هغهی كې ( له صهيونستی نيواكه د ازادۍ ) د بې داغه اصل ولاړ دولت واك ته رسيدلى او په تير وخت كې د فلسطين د ولس له بې وسۍ او پرديسۍ او ګوښه توب سره د هغه پرتله ، لبنان ته نظر چې پكې سر په تلی مسلمانان وتوانيدل د اسرايلو تر غاښ سنبال پوځ ته سره دهغو ټولو مرستو چې امريكا لويدیځ او منافقانو ورسره كولې ماته وركوی او له هغه لبنان سره دهغه پرتله چې صهيونستانو هر وخت زړه و بې له خنډه به په دغه هيواد كې مخكې كيدل ، عر اق ته يوه كتنه چې غيرتمن ولس یې د غاورې امريكا پوزه په ځمكه راكاږله او هغه پوځ او سياستوال یې چې په كبر او غرور سره به یې په عراق د خپلې مالكې خبره كوله ، د سياسی پوځی او ا قتصادی جبۍ كې ګير كړ ے دے او له هغه عر اق سره د هغه ملاتړ چې خونړے واكمن یې د امريكا په مټ خلك سا ا خستلو ته نه پریښودل ، افغانستان ته نظر چې په هغه كې د امريكا او لويدځ ټولې ژمنې دروغې او غولونكې ثابتې شوې او د لويدیځ د متحدې جبهې كم سارې لشكر كشۍ پكې د هيواد له ويجاړۍ او د خلكو له بيوزلۍ او وژلې او د مافيا له ډيرنده طاقته پرته بل څه نه ډالۍ كړی .
او بالاخره په اسلامی هيوادونو كې ځوانې ټولنې او هغه زياتيدونكې نسل ته كتنه چې په اسلامی ارزښتونو ته په ګروهنې او له لويدیځه او امريكا په زياتيدونكې كركې سره د لويدو په حال كې دى ........ دغو ټولو ته كتنه د لويدیځو او په تيره بيا د امريكا د مستكبرانو نسكور بخت او ماته خوړولی سياستونه ښه انځور كړی او د اسلامی او يو موټی امت او هويت د جوړيدو زيرے وركړی . اوس د امريكا حكومت او د لويدځ پانګه وال او مفسده صهيونست فعالان د اسلامی بيدارۍ ژوندى حقيقت احساسوی او په دې په اعتراف سره چې د دغه حقيقت په وړاندى پوځی قدرت او وسله كارند والے نه لری په سياسی دوكو او رودو كې خپل ټول وس كاروی . نن هغه ورځ ده چې ټول اسلامی امت كه سياسی فرهنګې او دينی پوهان وی كه عوام بايد تر هر وخته زيات هوښيار اوسی او د دشمن په چلونو پوه شی او له هغه سره مقابله وكړی ز د هغوی يو ه كارنده حيله د اختلاف د اور بلول دی هغو د پيسو په لګولو او په بيدريغه او بوږنده هڅو سره په دې لټه كې دی چې مسلمانان په خپلو كې په اختلافاتو اخته كړی او يو ځل بيال له غفلتونو او كږ پوهيو او تعصبونو په ا ستفادې سره مونږ په يو بل ورواچوی .
نن په اسلامی نړۍ كې هر ډول تفرقه اچوونكى حركت تاريخی ګناه ده هغه كسان چې ميرڅمنانه د مسلمانانو لویې برخې په چټی پلمو سره تكفيروی هغوی چې په غلطو ګمانونو سره د مسلمانانو د ځينو فرقو د سپیڅلتياوو سپكاوے كوی هغه كسان چې د لبنان په سر تيرو ځوانانو چې د السلامی امت د سرلوړۍ سبب دی د شا له خوا په چاړه وهی هغوی چې د امريكا او صهيونستاو د خوشامد او خوښۍ لپاره د شيعه هلال په نامه د چټی خطر خبره كوی هغوی چې په عراق كې د مسلمان او ولسی دولت د ماتې لپاره ناكرارۍ او ورور وژنې ته لمن وهی ، هغو ی چې د حماس دولت چې دفلسطين د خلكو خوښ او منتخب دے له هر لوری تر فشار لاندې راولی كه پویږه او كه نه پوهیږی داسې مجرمان دی چې د اسلام تاريخ او راتلونكی نسلونه به یې په كركه او بده نامه يادوی او هغوی ته به د دشمن تالی څټی او غداران وايی .
د ټولې نړۍ مسلمانان دې پوه شی چې د اسلامی نړۍ د سپكاوی او شاته پاتې والی ورځې ا وس پوره شوی دی او نوى دوران پيل شوى دى دا باطل ګماتن چې اسلامی هيوادونه بايد تل د لويدیځ د سياسی او كلتوری اقتدار په منګولو كې ښكيله وی او په فكر او عمل او وګړنيز او ټولنيز كړچار كې د هغوی پیښې وكړی پخپله د غربيانو په لاس او د هغوی د افراط او سركشۍ له امله د مسلمانانو له ذهنونو پريولل شوى دى لويدیځ په تيره بيا د امريكا له مشرۍ وروسته په ښاره ظلمونو بې منطقه كړنو او بې خرته كبر او ا ستكبار له امله په اسلامی نړۍ كې په يوې ضد ارزښتی چارې بدل شوے دے د فلسطين له خلكو سره د هغوی سلوك او د دې په مقابل كې له خونړی صهيونست رژيم سره د هغوی كړچار د ایټمی وسلو په لرلو د صهيونست رژيم د اعتراف په وړاندې د هغوی دریځ او په اپوټه له ایټمی انرژۍ د ايران د سوله ايزې استفادې په وړاندې د هغوی دریځ په لبنان له پوځی حملې د هغوی ملاتړ او او له يرغلګر سره وسله وال او سياسی ملاتړ او په مقابل كې د لبنان له سر په تلی مدافعانو سره د هغوی دشمنی ، له عربی دولتونو دهغوی پرله پسې قلنګ اخستل او په مقابل كې د تل لپاره صهيونست رژيم ته دهغوی قلنګ وركول د اسلام د سپیڅلتياو له سپكاوی كوونكو د هغوی ملاتړ او حتی د اسلام په الهی دينی د پاپ په شان د لويدځ د لوړ پوړه كسانو تور لګول او سپكاوے او په مقابل كې د هولو كاسټ او صهيونسټی موجوديت په هكله د تحقيق او ترديد جرم ګڼل ، په عراق او افغانستان كې د دموكراسۍ په پلمه پوځی حمله او د ملكی كسانو وژله او ويجاړۍ او په مقابل كې په فلسطين عراق لاتينې ا مريكا او په هر ځای كې چې ا مريكا او صهيونستانو د خوښې حكومتونه نه دی راغلی د ولسوال او منتخبو دولتونوپه خلاف توطيه او سازش له ترهه ګرۍ سره د مبارزې غوغا او په مقابل كې په عراق او داسې نورو هيوادنو كې له ظالمو ترهه ګرو سره پټې خبرې او حتی ورسره مرسته......... دا نامعقول او غليمانه اقداماتو په مسلمانانو غاړې خلاصې كړی دی او له اسلامی بيدارۍ سره یې مرسته كړې ده نن كه د دوې زړه غواړ ی او كه نه یې غواړی په اسلامی نړۍ كې ژور او ريشه دار خوځښت پيل شوى دى او همدا حركت دى چې په خپل مناسب وخت كې به د اسلامی امت د بيا ژوندی كيدو عزت او خپلواكۍ لامل وګرځی .
دا يو ټاكونكى تاريخی پړاو دے پوهان روڼ اندی او عالمان په دغه پړاو كې درنه دنده په غاړه لری د هغوی هر ډول كمزوری سست عنصری او دځان فايد ه لټونه او كوتاهی عميزه رامنځته كو لى شی دينی عالمان بايد د مذهبی اختلاف اچولو په وړاندې غلی كښـی نه نی ، روڼ اندی دې په ځوانانو كې د هيلې د روح په پوكلو كې كوتاهی ونه كړی سياستوالان او پوهان بايد خلك له حقيقتونو خبر وساتی او په هغوی تكيه وكړی . اسلامی دولتونو ته پكار دی چې په پخپلو كې پيوستون زيات كړی او له دغه حقيقی قدرته د سلطه ګرو د ګواښونو په وړاندې كار واخلی .
نن د امريكا او انګلستان جاسوسی اداری په عراق لبنان ، د افريقا د شمال په هيوادونو او په بل هر ځای كې چې وس یې رسی په ټول طاقت سره د مذهبی اختلافاتو د تخم او وايرس د شيندلو په حال كې دی د حج غونډه بايد مونږ د دغه وژونكو ناروغۍ په وړاندې واكسينه كړی او هميشه د ( و اطيعو الله و رسوله و لا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ريحكم و اصبرو ان الله مع الصابرين ) ايت شريف د ستر ګو مخې ته ولری .
نن له مشركانو براءت او د كركې څرګندول د ټولو مسلمانو امتونو د زړه او فطرت غږ دے د حج ورځې يوازينىفرصت دےچې دغه اواز د دغو ټولو ولسونو لخوا پورته شی . دا فرصت غنيمت وګڼئ او د اسلامی امت او د مهدی موعود سلام الله عليه و عجل الله فرجه له راتګ او ظهور كې د بیړې په دعا سره له هر ې غاړې ځانونه په دغه لوی درياب كې ووينځئ . ستاسو ټولو لپاره توفيق نيكمرغی او د قبول شوی حج دعا كوم .
488393
captcha