د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په استامبول كې د اسلامی كانفرنس د اقتصادی او تجاری ملګرتياوو په تلپاتې غونډه كې وويل چې نړۍ د ستر بدلون په درشل كې ده
ښاغلی محمود احمدی نژاد زياته كړه چې د پانګوالۍ مفكوره په سياسی ډګر كې هم ترخې تجربې لری، ځكه چې پر نړۍ یې جګړې، نيواكګرۍ، درزاچونه ، د ترهګرۍ پراختيا، د ملتونو سپكاوی او تبعيض تپلی دی.
د اسلامی ايران ولسمشر وړانديز وكړ چې د اسلامی كانفرنس د غړو په ملګرتيا د پيسو، ګمركی اصولو او اقتصادی موسسو په څېر مناسب او د اړتيا وړ جوړښتونه پلان كړی شی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد په ډاګه كړه چې د اسلامی ايران چارواكی چمتو دی چې د ټولو ملتونو په تېره بيا اسلامی ملتونو د سرلوړۍ ، عزت او هوساينې لپاره خپلې ټولې وړتياوې د دوی په واك كې وركړی.
د اسلامی كانفرنس د اقتصادی او تجاری ملګرتياوو په تلپاتې غونډه نن د تركیې په استامبول د اسلامی هيوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواكو په شتون پيل شوې .
ددغه راپور له مخې ولسمشر احمدی نژاد د غونډې په ترڅ كې له افغان ولسمشر حامد كرزی سره هم وليدل او د افغانستان او سيمې د حالتو په اړه یې له يو بل سره نظر تبادله كړ.
490462