نړيواله ډله: "خشونت او تيروريسم سره مقابله" لومړنی سمينار كښې چې په عراق كښې ترسره شو، په دې سمينار كښې يو بل سره سم وخت تيرول، د نورو د نظريو خيال ساتل او خشونت او ظلم زياتی سره مقابله كول د ټولو اسمانی دينونو مقصد وګاڼه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) چې له "براثا" خبری اژانس یې نقلوی، په دې سمينار كښې چې د لړم د مياشتې په 18 نیټه د عراق د ورځپاڼو ليكونكيو د اتحادیې او د عراق د ليكوالانو په مرسته د حضرت ايت الله «سيد حسين اسماعيل صدر» په نظارت كښې په كاظمين ښار كښې ترسره شو، پكښې د تسامح كلتور خپرول، دوستی او مينه یې د تيروريسټ او ظلم زياتی د مخنيوی اصلی چارې وګڼلی.
490658