IQNA

د يوكراين په 45 ښودنځو كې د قران پاك ژبې تعليم وركولی شی

13:24 - November 13, 2009
د خبر لمبر: 1848369
نړيواله ډله: د يوكراين په 45 ښودنځو كې د قران پاك ژبې يانی عربی ژبی تعليم شورو شوی دی چې په دې سبب خلك د اسلامی كلتوره د ښه اګاهی غوره فرصت په لاس راغلی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Islam Online" ويب پاڼې یې نقلوی چې د يوكراين د ټولنيزو چارو انجمن د انسانی پرمختګ څانګې مشر او د عربی ژبی تعليم وركولو ښوونځومشر ښاغلی شادی شاور ويلی دی چې د عربی ژبه چې د قران كريم ژبه هم دی د دې ژبی د تعليم له امله په يوكراين كې اسلام د احكامو او عقايدو نه خبريدو لپاره يو دروازه خلاصه شوه
هغه زياته كړه چې په دې كلاسونو كې زياتره هغه محصلان او استاذان ګډون كوی كوم چې د مسلمانانو سره د اړيكو د پيدا كولو لپاره د اسلامی تعليماتو د زده كولو مينه لری هغه دا هم جوته كړه چې د دې تعليم د ښودنی وخت كې ځينې محصلان هم مسلمان شوی او اسلامی دين یې قبول كړی دی
د ذكر وړ دی چې اوس په يوكراين كې نږدې شل لاكه مسلمانان ميشته دی چې هغه د يوكراين د ټولې ابادۍ څلور فيصده دی او اوس په دې هيواد كې نږدې 200 جوماتونه او نږدې 20 اسلامی مركزونه فعاليت كوی
485552
captcha