IQNA

"د قران په حفظ كښې نوې طريقې" نړيواله ناسته په كويت كښې ترسره كیږی

15:26 - November 14, 2009
د خبر لمبر: 1848858
نړيواله ډله: په كويت كښې د قران په حفظ او ښه تلاوت كښې له نويو لارو ګټه اخيستلو نړيواله ناسته د لړم د مياشتې په 25 تر 29 نیټې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارت له رسمی خبری اژانس(وام)یې نقلوی، دا نړيواله ناسته د ايسسكو د اسلامی كلتور، تفكر او علمونو سازمان په مرسته او خير خیګړې د اسلامی شورا په مرسته په كويت كښې ترسره كیږی.
په دې پينځه ورځنۍ ناسته كښې د اردن، كويت، بحرين، عربستان، تونس، سوډان، سوریې، عمان، قطر، ليبيا، مصر، لويدیځ او يمن 21 كارپوهان ګډون كوی.
492365
captcha