IQNA

د قطر د فوځيانو د قران د مقابلو د ګټونكيو درناوې وشو

15:26 - November 14, 2009
د خبر لمبر: 1848863
نړيواله ډله: د قطر د فوځيانو د قران د تجويد، ترتيل او حفظ د مقابلو د درناوی پروګرام د لړم د مياشتې په 22 نیټه په دوحه كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له الرايه ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې د قطر د فوځيانو د غونډې په مرسته او د دې هيواد د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت په مرسته په 91 ګډون كوونكيو په ګډون سره ترسره شو.

«غانم بن شاهين الغانم» د فوځيانو مشر د دې پروګرام په اخر كښې پريس كانفرنس كښې وويل: دا مقابلې هر كال د روژې په مياشتې كښې ترسره كیږی چې غرض یې د فوځيانو تر مينځ د قران او دينی مفاهيمو اسانول او پخول دی.
492476
captcha