IQNA

په يورپ كښې د اسلام او عيسائيت د ليدلو اونۍ شورو شوه

14:20 - November 16, 2009
د خبر لمبر: 1849596
نړيواله ډله: د «اسلام او مسيحيت دوستی ډلې »(Seric) په مرسته د اسلام او عيسائيت نهمنۍ دوره په فرانس او په ډېرو يورپی هيوادونو كښې شورو شوه چې د ليندې د مياشتې په لومړۍ نیټه به پایې ته رسی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له zaman یې نقلوی، د تير كال په غونډو كښې له شپږو زرو زيات مسلمانان او عيسايان د يورپ په 62 ښارونو كښې او همدارنګ په الجزائر كښې راجمع شوی وو او د عيسائيت او اسلام تر مينځ ګډ څيزونه یې څیړلی وو.
په فرانس كښې د اسلام او مسيحيت د غونډو د ترسره كولو مشره «مريم بورگبا»(Myriam Bouregba) په دې هكله وويل: دا غونډې په دې غرض ترسره كیږی چې د اسلام او عيسائيت د دينونو منونكی د كلتوری اړيكو لپاره په راتلوونكی كال پروګرامونه جوړ كړی او د خپل دين په هكله يو له بل سره خبرې اترې وكړی.
هغې زياته كړه: په دې كښې يوه لويه برخه يوازې د دې لپاره خاصه شوې ده چې پكښې د ارامښت سره د ژوند تيرولو لارې وڅیړل شی او ننۍ نړيوالې مسئلې لكه د فلسطين او صهيونيسټو تر مينځ ستونزې و ټولنيز عدالت، په هكله پكښې خبرې وشی.
493006
captcha