IQNA

د امام مهدی عليه السلام په هكله د قران ايتونه په لسو ژبی كې خپریږی

21:15 - November 18, 2009
د خبر لمبر: 1851210
د قرانی كارونو ډله: امام پيژاندنی انسټیټيوټ مشر ويلی دی چې د امام مهدی عليه السلام په هكله د قران پاك نږدې يو زر 1000 اياتونه او د هغوی تاويل او تفسير د نړې په لسو ژوندی ژبو كې خپریږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حوزه نيوز مركز یې نقلوی چې امام پيژاندنی انسټیټيوټ مشر ښاغلی ''حجۃ الاسلام موسوی رادلاہيجی" د دې انسټیټيوټ فعاليتونو او الحجة خپروندې طرفه ته اشاره كولو سره وويل چې د امام پيژاندنی په هكله دا د قم لومړنۍ انسټیټيوټ چې هغه د خپلو فعاليتونو سره ډير ډير غټ غټ كارونه ترسره كړی دی چې پكښې د امام مهدی عليه السلا م په هكله د قران پاك يو زر ايتونو تفسير او تاويل هم شامل دی
د امام پيژاندنی انسټیټيوټ مشر ښاغلی ''حجۃ الاسلام موسوی رادلاہيجی" وويل چې د تاويل لايات كتاب به د دنيا لسو ژونديو ژبو كې خپریږی چې د هغه د پوره كيدو لپاره 12 لاكه ډالره خرچه كیږی
د ذكر وړده چې دا كتابونه به په ايران او بهر اسلامی نړۍ څیړاندو او د امام مهدی عليه السلام په هكله ځانګړن كتابتونونو ته ډالۍ كیږی.

493267
captcha