د ايران د اسلامی پارليمان د كلتوری كميشن غړی ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين روح اللہ حسينيان د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركی د اسلامی نړۍ ته راپیښو ګواښونو ته په اشارې سره وويل چې مونږ ګورو چې يو طرف ته د هيوادنو ولسونه او ټؤلنی دی او بل خوا د هغو حكومتونه دی هغه وويل چې له حكومتونو ښو هیڅ هيله نيشته چې د حج په موقع څۀ اقدام وكړی
هغه زياته كړه چې له اسلامی ټؤلنو او خلكو ډيره هيله ده چې د هغو دې خپل اثر اچولی شی او زمونږ دا نظريه ده چې د ټولنو د تفكر او سوچ په بدليدو په سبب د هغو په په حكومتونو هم اغيز اچولی شی او د قران پاك د خطاب په مطابق چې " ان اللہ لا يغير ما بقوم حتی يغير وا ما بأنفسھم" كله چې د خلقو نفس بدل شی نو د حكومتونو تقدير هم بدلولی شی.
روح الله حسينيان زياته كړه چې برائت از مشركين ته بدعت ويوونكی سعودی مفتی فتوا او دعوا د قران پاك نص په څرګنده خلاف دی او ډير افسوس سره ويل كیږی چې د اهل سنتو ځينو فرقی يا وهابيان په قياس باندی عمل كوی چې هغه د قران پاك څرګند نص په مقابلی كې د اجتهاد په شان دی.
493922