IQNA

احمدی نژاد: د ايران د ولس د عزت بيرغ به، تر وروستيو پورې رپیږی

13:46 - November 21, 2009
د خبر لمبر: 1851641
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون ناوخته د ختیځ آذربايجان ولايت د شهيدانو له كورنيو سره په كتنې كې ټينګار وكړ د ايران ملت په اوسنۍ نړۍ كې ځلیږی او دا موضوع د ايران د درست ملت د سرښندنې او مجاهدت نتيجه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژآد په دې خبرې په ټينګار سره چې نن سبا د ايران د اسلامی جمهوريت د لويدیځ او ختیځ هيوادونه د اوور پهّ لمبو كې دی خو ايران د اوور ترمينځ د ګل بڼ په څير ځلیږی او دغې لارې ته به دوام وركړی.
د اسلامی ايران ولسمشر زياته كړه هغه كسان چې فكر كوی په فتنې او بنديز سره د ايران د ملت مخه نيولی شی ډير تير وتی دی او پخپله د ځوړتيا په حال كې دی
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل اووس د ايران ملت او د شهيدانو كورنۍ له تيرو ديرشو كلونو لا پيآوړی، مومن او سرښندونكی دی او د اسلامی انقلاب د آئیډيالونو د ساتنې لپاره هوډمن دی او يو قدم به هم شا تګ ونه كړی
495894
captcha