IQNA

په ليبيا كښې د قران لومړنۍ جامع تفسير خپور شو

13:50 - November 21, 2009
د خبر لمبر: 1852030
نړيواله ډله: د قران لومړنۍ جامع تفسير په 12 ټوكونو كښې د «ارشاد الحيران إلی توجيهات القرآن» تر عنوان لاندې د ليبيا د «دار المدار الإسلامی» خپرندویې ادارې په مرسته خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «العرب آنلاين» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا تفسير د قران د څیړاندې او مفسر«احمد عبدالسلام ابومزيريق» په قلم ليكل شوی دی.
د قران دا تفسير 12ټوكه لری چې په هر يو ټوك كښې یې 450مخونه دی، د دې تفسير يوه نسخه د ليبيا په پلازمينې طرابلس ښار كښې د كتابونو په نندارتون كښې ایښودې شوې ده.
495988
captcha