IQNA

د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی: مونږ له لويدیځه پاخه ضمانتونه غواړو

16:58 - November 25, 2009
د خبر لمبر: 1853743
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندويی لويدیځ ته په دری نيم سلنه بډايتوب سره د سونګو وركول او د ايران په خاوره كښې په شل سلنه بډاينې سره د يورانيمو ترلاسه كول د دغه هيواد د پام وړ ضمانتونه وبلل
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په مركه كښې زياته كړه هغه هيوادونه چې ايران ته یې دسونګو د وركولو وړانديز كړی دی د ايران په خاوره كښې دننه بايد د سونګو سل فيصده ضمانت وكړی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی د روسی د ډوله توغنديو او دا چې مسكو به یې كله تهران ته وركوی وويل د روسی د خارجه وزارت ويندويی په دی وروستيو كښې ويلی دی مسكو د خپلو درستو ژمنو په وړاندې مسئولانه عمل كوی او تهران هم هيله من دی دغه ژمنې زر تر زره پوره شی او د ايران عمومی افكار چې ددغو ژمنو په اړه حساس دی تاريخی مخينو ته په پام سره نور هم حساس نه شی .
ښاغلی مهمان پرست د ايران په جنوب كښې د بوشهر د اتومی بټۍ د كار په پيلولو كښې د روسی د څو ځله ځنډونو په هكله وويل فنی موردونه د ځند لامل شوی او له روسی لوری سره وروستۍ موافقه كب (مارچ )له مياشتی مخكې وه چې له ميلادی كال سره كوم توپير نلری .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی د صهيونست رژيم د مشر شيمون پرز ايرانی ضد څرګندونو ته په اشاری سره وويل د صهيونسټ غاصب رژيم جنايتونه په تيره بيا د ګلدسټون وروستی راپور چې د ملګرو ملتو په عمومی ټولنه كښې تصويب شو او د فلسطين د خلكو په حق كښې یې ددغه رژيم جنايتونه ښكاره كړل، ددی ښودنه كوی
د هغه چا څرګندون چې نيواكې ټاټوبو ته د اتومی خوليو واردونكی دی او لاسونه یې د قانا د خلكو په وژلی، د لبنان په ۳۳ ورځنی جنګ او د غزی په ۲۲ ورځنی جنګ كې ښكاره شوی دی پام ته كومه اړتيا نه لری.
هغه د ايران د "مدافعان آسمان ولايت 2 په نامه مانوره له خپلی امنيتی برخی د ايران د اسلامی جمهوريت د دفاع نښه وبلله او ویې ويل دا اجازه به ورنكړو چې د نورو په ذهنونو كې د ايران په اړه غلط ګومانونه پيدا شی .
498441
captcha