د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) دد افغانستان د اسلامی جمهوريت د يو راپور پر اساس، د ولسی جرګې دينی او كلتوری چارو كميشن مشر مولوی عبدالعزيز د ميلادی مياشتی په 22 نیټه د ټی وی د نړيوالی ورځې په مناسبت سره وويل چې د يو دينی او ټؤلنيز پيژاند او ماهر په حيث سره زه ډير افسوس سره وايم چې د افغانستان په ټی وی چينل ځينی پروګرامونه د ځوانانو د اخلاق او كلتور لپاره لويه خطره ده او زمونږ ټولنی ته د زيان رسوی.
مولوی عبدالعزيز زياته كړه چې د هندوستانی ډرامو ښودلو كې داسی مسايلو ليدلی كیږی چې هغه د افغانستان د ولس خلكو لپاره او د هغو دينې ارزښتونه سره سمون نه خوری.
هغه له ټی وی چينل چارواكو غوښتنه وكړه چې هغوی د لويدیځی كلتور د پراختيا په ځای د خپل دين اخلاق او كلتور د پراخوالی لپاره كوشش وكړی.
497671