IQNA

محمود احمدی نژاد: ايرانی كلتور نړيوالې اړيكې اغېزمن كولی شی

17:32 - December 04, 2009
د خبر لمبر: 1857067
سياسی ډله: د ايران د ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په وينا كه نړيوالو اړيكو ته له كولتوری لوری ورګډشو د ايران ملت ته به ټول ډګرونه په لاس ور شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) له اصفهان څخه د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد ددغه ولايت د اديبانو په غونډه كې وويل : ايران دوه مهمې دندې لری لومړۍ دا چې هيواد پراخ كړی او بل دا چې د نړۍ په مديريت كې یې ورګډ كړی.
ښاغلی احمدی نژاد ټينګار وكړ چې كلتوری عنصر هغه څه دی چې د نړيوالو اړيكو د اغېزمنولو لپاره ايران ته ډېر توان وركوی او په ايران كې ژورې او پراخې رېښې لری.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد زياته كړه چې نننۍ انسان له ټيكنالوژۍ او اقتصاده، كلتور ته ډېره اړتيا لری او د ايران كلتور او نړۍ او ملتونو ته د ايرانيانو د ليد لوری ډول د دې وړتيا لری چې انسانيت ته وړاندې شی.
د ډاكټر احمدی نژاد په وينا پر نړۍ د مادی تفكر د واكمنۍ پړاو پای ته رسېدلی او كوم تمدن او تفكر چې پر انسانانو د ځان تپنې لپاره له وسلې كار واخلی، پخپله ځان د مرګ خولې ته رسوی.
503891
captcha