د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې له «نور اهل بيت»(ehlibeyt-nuru) اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د شعر په برخه كښې بايد شعر د امام حسين(ع) په هكله وی او د كربلا د مصيبت په هكله وی او د دې مقابلې د ترسره كوونكی كمیټې ته یې ورولیږی.
همدارنګ د حديث په برخه كښې ګډون كوونكی بايد د پنجتن پاكو په هكله څلویښت حديثونو سره د سرچينو او توضيحاتو وليكی او دې ځای ته دې راولیږی.
ګډون كوونكی د ليندې د مياشتې تر 29 نیټې پورې وخت لری چې خپل ایډرس او ټيليفون نمبر سره انجمن باب علی ته خپل ليكونه او كاغذونه راولیږی.
504489