IQNA

په اټلی كې د غدير اختر جشن تر سره شو

22:35 - December 07, 2009
د خبر لمبر: 1858102
سياسی او ټولنيزه ډله: په اټلی كې ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ په كوششونو سره د روانی ميلادی مياشتی په شپږمه نیټۀ د روم ښار په شهيد باهنر نومی تعليمی سنټر كې د غدير خم اختر جشن تر سره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ماښام او ماسخوتن لمانځه نه پس تر سره شوی دې پروګرام كې د روم ښار د شهيد باهنر ښوونيز سنټر زده كوونكو منقبتی او نعتونه وويل.
پس له دې واتيكان كې د ايران سفير حجۃ الاسلام والمسلمين ناصری د غدير خم اختر د اهميت په هكله خپله وينا وړاندې كړه
504885
captcha