IQNA

په تركيه كښې د غدير اختر په زينبيه جمات كښې سره ترسره شو

16:50 - December 08, 2009
د خبر لمبر: 1858179
نړيواله ډله: د غدير د اختر په مناسبت پرون د يكشنبې په ورځ د ليندې د مياشتې په پينځلسمې نیټې د تركیې په استنبول ښار كښې په زينبيه جمات كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې زينبيه جمات له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د جمهوری اسلامی ايران د مذهبونو د پوهنتون مشر «حجت‌الاسلام والمسلمين عبدالكريم بی‌آزار شيرازی» د ايران د محصلانو د قرانی كارونو د سازمان مشر او مشهور قاری «رحيم خاكی» د ايران د قرانی چارو غړې «مرتضی نجفی قدسی» د زينبيه جمات امام حامد توران او د ولايت ډېرو عاشقانو په دې پروګرام كښې ګډون وكړ.
د زينبيه جمات امام حامد توران په دې موقع وينا وكړه او ویې ويل: مونږ خوشحال يو چې په دې پروګرام كښې د جمهوری اسلامی ايران د مذهبونو د پوهنتون مشر «حجت‌الاسلام والمسلمين عبدالكريم بی‌آزار شيرازی» مونږ سره ګډون وكړ او له دوی او له هغه ټولو كسانو چې په دې پروګرام كښې حاضر دی مننه كوو.
بيا پكښې د جمهوری اسلامی ايران د مذهبونو د پوهنتون مشر «حجت‌الاسلام والمسلمين عبدالكريم بی‌آزار شيرازی» هم وينا وكړه چې د دې ورځې مباركی یې وويله او له ګډون كوونكو مننه یې وكړه او د حضرت علی(ع) په هكله او دې پیښې په هكله له نهج البلاغې ځينې حديثونه وړاندې كړل.
د پروګرام په اخر كښې د ايران مشهور قاری «رحيم خاكی» د قران ايتونه تلاوت وكړ.
504848
captcha