IQNA

په عراق كې د الغدير نومې نړيوال رسندويی فيسټيول پيل شوی دی

16:49 - December 08, 2009
د خبر لمبر: 1858370
نړيواله ډله:د غدير خم اختر په مناسبت د عراق په نجف اشرف ښار كې د روانی ميلادی مياشتی له شپږمی نیټی د الغدير نومې نړيوال رسندويی فيسټيول پيل شوی دی چې دغه فسټيول به دوې ورځی دوام ولری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عراق خبر اژانس براثا یې نقلوی چې د عراق الغدير سپوږميز چينل په كوششونو سره تر سره شوی دغه نړيوال رسندويی فيسټيوال كې د عراق او اسلامی او عربی هيوادونو د سپوږميز چينلو او ریډيو او ټی وی چينلو غړی په كې ګډون كوی.
د دې فيسټيول د اطلاع رسولو كمیټۍ مشر ښاغلی "عباس البكاد" په دې هكله وويل چې په دې فيسټيول كې د اسلامی ریډيو ګانو او ټی وی ټولنو ستر سكتران ځينی رسندويی كسان او د عراق د ورځ پاڼو او سپوږميز چينلو استازی او د اسلامی او عربی هيوادونو ځينو سپوږميز چينلو استازی په ګډُون كوی.
504507
captcha