د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د حكومت دكابينې دغونډې په څنګ كښې دخبريالانو په ټول كښې دايران دلسو نورو اټومی مركزونو دجوړولو دخبر په هكله دځينو رسندويو فضا جوړونې ته په اشارې سره وويل ايران داټومی ټيكنالوژۍ په ترلاسه كولو كښې جدی دی .
دايران ولسمشر وويل دايران اټومی موضوع دوه كاله وړاندې حل شوی ده خو ځينې هيوادونه ګروهنه لری بحثونه دوام ولری .
دايران ولسمشر وويل د تركیې، برازيل، جنوبی افريقا او په شان ډيرو هيوادونو په كامل ډول د ايران د دریځونو ملاتړ كړی دی او هڅه كوی نور هيوادونه هم قانع كړی .
دايران داټومی انرژۍ موسسې مشر علی اكبر صالحی هم دحكومت دغونډې له ختميدا وروسته خبريالانو ته وويل دايران لومړيتوب له اټومی انرژۍ نړيوال اژانس سره ملګرتيا او له خارج څخه دتهران دتحقيقاتی ريكټر دسونګو تامينول دی .
صالحی دسونګو په توليد كښې دايران په توان ټينګار سره وويل په ايران كښې دسوله ايزې اټومی ټيكنالوژۍ دپراختيا لپاره ډير پلانونه شته .
506015