د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله شيخ عبدالامير قبلان په بيروت كې په خپل درس اخلاق كې د ترهګرۍ دې پیښو په غندولو سره له مسلمان او عربی قومونو غوښتنه وكړه چې هغو د داسې بريدونو د مخنيوی لپاره عملی قدمونه وچت كړی
همدا رنګ هغه د اسراييل د نه شتون سره د فلسطين خپلواك حكومت جوړولو لپاره، مسلمان او عرب ولسونو ته بلنې وركولو سره وويل چې د فلسطينی ښاريزو نه سوا(بغير)، د فلسطين خپلواك حكومت د جوړولو مخالف يوو
ايت الله شيخ عبدالامير قبلان زياته كړه چې فلسطينو ګوندونه په خپلو مينځ كې بايد اتحاد او يووالی راوستلو سره د قدس شريف په مركزيت سره د فلسطين خپلواك حكومت د جوړولو كوششونه وكړی او مونږ به هم تل د دې مظلوم قوم ملاتړ ته دوام وركوو.
يادونه كوو چې د ميلادی كال د دسمبر په اتمی نیټی په عراق كې په بم چاودنو كې نږدې 127 كسان وژل شوی وو او نږدې 485 نور كسان ژوبل شوی وو.
506344