IQNA

په امارات كښې سبا د قران «الحساوی» هيوادی انعامی مقابلې شورو كیږی

17:17 - December 12, 2009
د خبر لمبر: 1859506
نړيواله ډله: د امارات د قران كريم د دويمې دورې «مبارك الحساوی» مقابلې سبا د ليندې د مياشتې په 21 نیټه د نهه سوه كسانو په ګډون سره د شارجه د قران كريم او سنت نبوی د حكومتی مؤسسې په مرسته شورو كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الإمارات اليوم» ورځپاڼې یې نقلوی، د الحساوی د مقابلې د ترسره كونكی كمیټۍ مشر «وليد المرزوقی» وويل: دا مقابلې په د ليندې د مياشتې له 21 تر 24 پورې دوام ولری چې پكښې به د ښځيو او د سړيو دوه برخې وی او د قران په بيلا بيلو برخو لكه حفظ، تجويد وغيره كښې به ترسره كیږی.
دې كمیټۍ اعلان كړی دی چې دې كال به ګټونكيو ته يو ميلين امارتی درهم وركړې كیږی.
506954
captcha