د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عربی ورځپاڼې اقتصاديه یې نقلوی، د زده كړې په دې مركز كښې د قران د حفظ، تفسير او تجويد تخصصی درسونه ښودل كیږی دا مركز تقريبا په لسو مياشتو كښې جوړیږی.
د دې مركز په جوړولو باندې د ناظرې كمیټۍ مشر «ناصر بن علی القطامی» وويل: په دې مركز كښې د قران د حفظ تجويد او تفسير استاذان درسونه ښايی.
په دې مركز كښې به له زده كړې پرته، قرانی كتابتون، د څیړنې تخصصی ځايونه او نوې ټيكنالوجۍ سره سم د قران د زده كړې اوزار كیښودل كیږی.
506924