IQNA

17:16 - December 12, 2009
د خبر لمبر: 1859509

په تركیې كښې د قران د شعر مقابله «د حضرت محمد(ص) پيژنګلوی» تر موضوع لاندې ترسره كیږی.

نړيواله ډله: د شعرونو د ليكلو مقابله د «حضرت محمد(ص) اود هغه د شخصيت پيژنګلوی» تر موضوع لاندې د ځلمكيانو او ماشومانو لپاره د «پيغمبر(ص) پيژنګلوی» انجمن په مرسته په تركیې كښې ترسره كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له hzpeygamberplatformu یې نقلوی، «حامد تاشچی»(Hamit TAŞÇI) د «پيغمبر(ص) پيژنګلوی» د انجمن مشر په دې هكله وويل: ننۍ نسل بايد ښه تربيت شی او دين او د هغې عقيدې بايد ښې وپيژنی پيغمبر(ص) د دين يوه كامله نمونه او بيلګه وه له همدې سببه د هغه په هكله مقابله سبب كیږی چې هغه ښه وپيژندې شی.
په دې مقابلې كښې ګډون كوونكی خپل اثار د 2010ميلادی كال د جنورۍ د مياشتې تر اخری نیټې پورې دې انجمن ته رالیږلی شی چې د ګټونكيو اعلان به د مارچ د مياشتې په لومړۍ نیټه كیږی او د اپريل په مياشتې كښې به ګټونكيو ته ډالۍ وركول كیږی.
506983
captcha