IQNA

په كويت كې د اسلامی هنر نندارتون تر سره كیږی

14:53 - December 13, 2009
د خبر لمبر: 1860547
د هنر او كلتور ډله: كويت كې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ په كوششونوسره د راتلونكی ميلادی كال د جنوری مياشتی له څلورمه نیټه په دې هيواد كې د يوې اوونۍ لپاره د اسلامی هنر نندارتون تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په كويت كې ايران كلتوری سنټر خانه فرهنګ مشر"ابوفاضل رضوی اردكانی" د كلتوری انسټیټيوټ مكاسب دو چارواكو سره په نهم دسمبر د كويت د اسلامی هنر مركز مشر فريد العلی سره په كتنی كې په دې هيواد كې د اسلامی هنر نندارتون د تر سره كولو په هكله خبرې اتری وكړی.
د كلتوری مركز مكاسب مشر ښاغلی مقسومی په دې كتنی كې وويل چې دا مركز د اسلامی تبليغاتی مركز د هنر څانګې د مشرۍ تر لاندی د خطاطی، نقاشی، د وړو انځورونو نقاشی د خاورو لوښی او نورو فنونو په هكله ستر فعاليتونه كوی
506956
captcha