د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د ملګرو ملتو له د آب و هوا له بدلون سره د مقابلې په اړه په نړيوالې غونډې كې د ګډون لپاره كوپن هیګن ته له روانيدو مخكې د خبريالانو پهّ ټول كې ډنمارك ته د سفر او پهّ دغې نړيوالې غونډې كې د شتون دليل د اسلامی ايران له نظره د آب و هوا د بدلون د موضوع اهميت وباله. هغه پهّ وروستيو لسيزو كې د آب و هوا بدلون او د انسان په ژوند ئې اغيزو ته پهّ اشارې سره وويل دغه بدلون د انسان او د نورو موجوداتو ژوند له جدی خطرې سره مخامخ كړی دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر نن سهار وختی په كوپن هیګن كې د ملګرو ملتو د آب وهواله بدلونونو سره د مقابلې پهّ نړيوالې غونډې كې د ګډون لپاره ډنمارك ته لاړ . نوموړی غونډه د ۱۹۲ هيوادونو د كابو ۱۵ زره استاذو په شتون سره د دسمبر له اوومې پيل شوې او تر سبا پورې به دوام ولری
510825