IQNA

په دبئی كې، يولسمی قرانی مقابلی تر سره كیږی

17:41 - December 21, 2009
د خبر لمبر: 1864338
نړيواله ډله: د راتلونكی ميلای كال 2010ء د فروری د مياشتی په 22 نیټه په دبئی كې د قران يولسمی مقابلو اخيری مرحله تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې مقابلو انتظام كوونكی كمیټۍ مشر ښاغلی "ابراہيم محمد بوملحۃ" د دې مقابلو په هكله وويل چې د لومړۍ مرحلی قرانی مقابلی د 2010ء كال د فروری مياشتی په شپږمه نیټه تر سره كیږی چې پكښې د عرب اماراتو د مختلفو سيمو قرانی سنټرو حافظان ګډون كوی او په دې مقابلو كې بريا شوی كسان اخيری مرحلی كې برخه اخستلی شی.
هغه زياته كړه چې دا مقابلی ښځو او سړو لپاره بيلا بيلو برخو كې تر سره كیږی
510850
captcha