د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، آيت الله سيداحمد خاتمی د محرم ورځو او د حضرت امام حسين (ع) د وير ورځو ته اشاره وكړه او د عاشورا پاڅون یې د وحدت چورليز وباله او د خلكو د يووالې په اړتيا او له درز اچوونې څخه یې په ډډه كولو ټينګار وكړ .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د يمن نښتو او ددغه هيواد د صعده ولايت په بې ګناه خلكو د عربستان او امريكا حملوته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران اسلامی جمهوريت دغه جنايتونه كلك غندی .
هغه په نادودو وسلو د يمن د خلكو د وژلو په هكله د نړيوالې ټولنې په چوپتيا نيوكه وكړه او ویې ويل د ملګرو ملتو ، عربی اتحاديی او اسلامی كنفرانس په څير ارګانونه بايد مخكې له دې چی د يمن په صعده ولايت كښې انسانی ناورين پراخ شی جدی غبرګون وښيی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيداحمد خاتمی د بندی فلسطينيانو د بدن د غړو په پټولو د صهيونست رژيم اعتراف ددغه رژيم د جنايت يوه بله نښه وبلله او د نړۍ ویښو وجدانونو ته یې په خطاب كښې وويل صهيونست رژيم دبشری حقوقو په ډګر كښې تر ټولو توره دوسيه لری .
هغه په نړيوالو محكمو كښې د صهيونست رژيم د سرغنو د محكمې غوښتنه وكړه .
514592