IQNA

په فلسطين كښې د دوه څلویښتو هيوادونو د حقوق بشر غړی حاضر دی

9:52 - December 26, 2009
د خبر لمبر: 1865627
نړيواله ډله: د دوه څلویښتو هيوادونو زرګونه كسان په فلسطين كښې غواړی چې د ميلادی كال په اخرنۍ ورځ چې د مرغومی مياشتې لسمې نیټې سره سمون لری د فلسطين په لور جلوس وباسی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له risalehaber یې نقلوی، دا مظاهره "د ازادۍ لپاره مظاهره" تر عنواد لاندې په دې غرض ترسره كیږی چې د په غزې كښې دې غير قانونی محاصره ختمه شی او هغه فلسطينيانو ته چې د صهيونيسټی رژيم په بند كښې پراته دی، دې د خوراك او دارو د رسولو اجازه وركړې شی.
په دې مظاهره كښې به له ټولې نړۍ ستر شخصيتونه لكه د امريكې مشهور ليكوال «آليس والكر»(Alice Walker) چې د «پوليتزر»( Pulitzer) ډالۍ یې هم اخستې ده، د فرانس سنیټر «آليما بومدين تيری»(Alima Boumediene–Thiery) د فلفين د پارلمينټ غړې او ليكوال «والدن بلو»(Walden Bello) له ایټلی څخه د يورپ د پارلمينټ تير شوې غړې «لوايزا مورگانتينی»(Luisa Morgantini) ځېنې هغه كسان دی چې په دې مظاهرې كښې به ګډون كوی.
513855
captcha