IQNA

«امام حسين(ع) او د كربلا پیښه» سمينار په تركیې كښې ترسره شو

17:22 - December 30, 2009
د خبر لمبر: 1866944
نړيواله ډله: «امام حسين(ع) او د كربلا پیښه» سمينار د دوشنبې په ورځ د مرغومی د مياشتې په اوومه نیټه د امام حسين(ع) د شهادت په دويمې ورځې د تركیې په «دياربكر»(Diyarbakır) كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له haberdiyarbakir یې نقلوی، دا سمينار د كمزورو د حمايت د انجمن (Mustazaf-Der) د «دياربكر» ښار د څانګې په مرسته د دريو زرو كسانو په ګډون سره د پيغمبر(ص) د ګران لمسی په غم كښې ترسره شو چې پكښې په كربلا كښې د امام حسين(ع) او د هغه د ملګرو د پیښو په باب يو مستند نمايش هم وړاندې شو.
په دې سمينار كښې د دياربكر يو مشهور عالم «محمود كئلئچ»(molla Mahmut Kılıç) په كردۍ ژبه د كربلا د شهيدانو او د يزيد د ظلم په هكله وينا وكړه.
همدارنګ پكښې د اهل سنت مشهور عالم «رجب اؤزكيشی»(Recep Özkişi) هم د امام حسين عليه السلام د شهادت په هكله تسليت وويل او د هغه هغه وينا یې وړاندې كړه كومه چې هغوی له مكې د وتلو په وخت كړې وه.
515536
captcha