IQNA

په يمن كښې "د ژوند لپاره د قران پروګرام" سمينار ترسره شو

8:11 - December 31, 2009
د خبر لمبر: 1866986
نړيواله ډله: د ژوند لپاره د قران د پروګرام څرنګوالې سمينار د مرغومی د مياشتې په 8 نیټه د يمن په پلازمينه د صنعا د ښار د پوهنتون د زده كړې په اطلاع رسوونكی مركز كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له مارب پرس اطلا رسوونكی مركز یې نقلوی، د يمن قران څیړاندی «عبدالمجيد محمد الغيلی» په دې سمينار كښې وينا وكړه او ویې ويل: قران كريم د انسان د ژوند لپاره له څلورو اړخو انسانی زده كړه، د انسان روح، انسانی ټولنه او د انسان جوړښتونه، پروګرام جوړ كړی دی.
هغه زياته كړه: قران د دې لپاره نازل شوی دی چې ټولو انسانانو ته چې مسلمانان دی او كه نه دی دا ووايی چې د صحيح ژوند كولو پروګرام او طريقې څه دی.
516072
captcha