IQNA

"د قران د ايتونو د تفسير لنډيز" په مغرب كښې خپور شو

16:33 - January 06, 2010
د خبر لمبر: 1869728
نړيواله ډله: «الوجيز فی تفسير الكتاب العزيز»"د قران د ايتونو د تفسير لنډيز" كتاب د قران د تفسير په موضوع سره له 26 حزبه تر 30 حزبه د مغرب د «رباط» ښار د «الأمان» مؤسسې له خوا خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له المغربيه ورځپاڼې یې نقلوی، دا كتاب د مغرب د وجده ښار د علمی شورا د غړی «مصطفی بن حمزة» په قلم ليكل شوی دی چې 423 مخونه لری او په عربۍ ژبه ليكل شوی دی.
دا مفسر له څو كالو راهسی د مغرب په رباط ښار كښې د قران د تفسير سبقونه ښايی او دا د هغه لومړنې كتاب دی چې د قران د تفسير په هكله خپور شو. د هغه ډېر سبقونه په CD كښې خپاره شوی دی.
518876
captcha