د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د قطر له رسمی خبری اژانس یې نقلوی، د دوحې په نړيوال نندارتون كښې دې كال د قران ځينې نسخې د ليدلو لپاره كیښودی شوې چې دغه چاپونه په يوه بيلګه طريقه چاپ شوی دی او ډېرو ښو حرفونو سره ليكل شوی دی.
د قطر «الاحسان» خپرندیې ادارې د قران بيلا بيلې نسخې چې ډېرې زړه راكښونكی دی او د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو كښې چاپ شوی دی په دې نندارتون كښې ايخی دی چې يو پكښې په تركۍ ژبه د قران ژباړه ده چې بيه یې 4000 قطری رياله ده.
518896