د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له medya73یې نقلوی، «عايشه گلتكين»(Ayşe Gültekin) چې د تفسير د كلاسونو استاده ده په دې هكله وويل: قران كريم او د پيغمبر(ص) سنت د مسلمانانو ډېرې مهمې سرچينې دی چې د هر يو مسلمان دا ذمه واری ده چې د خپل توان مطابق له دې ګټه واخلی او په قران او حديث كښې تحقيق وكړی.
هغه زياته كړه: د قران او د حديث يادونه د ژوند لپاره يو اهم ضرورت دی كه انسان هر عمر كښې ولې نه وی خو د دې ضرورت ورته شته، له همدې سببه د ادانان د مفتيانو شورا دا فيصله كړې ده چې د تفسير دا كلاسونه ترسره كړی چې د راتلونكی مياشتې په چهارشنبې به شورو كیږی.
519557