IQNA

په برزيل كښې يو مسلمان قاضی د فیډرل قاضی په توګه وټاكل شو

20:06 - January 11, 2010
د خبر لمبر: 1871299
نړيواله ډله: «محمد علی مظلوم» چې يو لبنانی مسلمان دی او په برازيل كښې اوسیږی د فیډرل قاضی په توګه وټاكل شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ucide یې نقلوی، د محمد علی مظلوم په ټاكلو سره د برازيل په تاريخ په لومړی ځل يو مسلمان قاضی د فیډرل قاضی چوكۍ ترلاسه كړې شوه.
هغه په دې هكله وويل: په يوداسې هيواد كښې چې ډېر خلك پكښې عسايان وی يو داسې چوكۍ او مقام ته رسيدل د يو مسلمان لپاره سخت دی، دې د امريكې په ښارونو كښې فقط دوه ميليونه مسلمانان اوسیږی چې په سلو كښې يو نيم كس حسابیږی.
محمد علی مظلوم په لبنان كښې په 1959 كال كښې زیږيدلی دی چې له نورو علمونو سره سره یې دينی علمونه هم زده كړی دی.
521304
captcha