IQNA

د مليشيا مسلمانانو په كليساګانو باندې بريدونه وغندل

20:05 - January 11, 2010
د خبر لمبر: 1871301
نړيواله ډله: د مليشيا د مسلمانانو مشرانو د شنبې په ورځ د مرغومی د مياشتې په 19 نیټه د دې هيواد په كليساګانو باندې حملې وغندلې.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Islam Online» یې نقلوی، د مليشيا د قانون ګزارۍ د ملی سازمان د ځوانانو د برخې مشر «خيری جمال‌الدين» دا اعلان وكړ: په كليساګانو باندې دا حملې ښې نه دی او دې سره د دينونو تر مينځ اختلاف زياتیږی.
د يادونې ده چې دا حملې په دې سبب شورو شوې وې چې د مليشيا عدالت عسايانو ته د الله د ټكې د ازاد استعمال اجازت وركړې و.
تيره ورځ په څلورو كليساګانو باندې بريدونه وشول. همدارنګ په زرګونو كسانو په دې هكله مظاهرې هم وكړې.
په دې هيواد كښې په سلو كښې 60 كسان مسلمانان او په سلو كښې 9 كسان عسايان ژوند كوی او ټول شمېر یې 26مليونه كسان دی.
521419
captcha