د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له وام خبری اژانس یې نقلوی، د دبۍ د اسلامی چارو او ښیګړې د كارونو وزير«عمر محمد الخطيب» په دې هكله وويل: دا ناسته د د دوبۍ د اسلامی چارو او د ښیګړې د موسسې په مرسته په دې غرض ترسره كیږی چې په اسلامی ټولنه او مؤسسو كښې د قران مقام مزبوت شی او د دين او قران كلتور ورسره پراخ شی.
الخطيب زياته كړه: په دې غونډه كښې، د اماراتو د قرانی مركزونو 30 مديران او اسلامی مؤسسو 18 نمايندګانو ګډون وكړ او د قران د چارو د مخپرتګ لپاره یې خپلې رای وړاندې كړې.
521998