IQNA

په امريكې كښې د سعودی عرب د وهابی مفتيانو د كفر د فتوو ګزارش خپریږی

17:06 - January 18, 2010
د خبر لمبر: 1874690
نړيواله ډله: د واشنګټن د خليج فارس د مطالعاتو مركز د سعودی عرب د وهابی و تندرويه مفتيانو د كفر او تيرورسټۍ فتواګانو يو ګزارش په انګريزۍ ژبه خپروی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد چينله یې نقلوی، د واشنګټن د خليج فارس د مطالعاتو مركز دا اراده كړې ده چې د سعودی عرب د هغه وهابيانو عالمانو او مفتيانو د كفر او دينی تنفر فتواګانو او بيانونه چې په نورو دينونو یې تورونه لګولی دی په يو ګزارش كښې خپاره كړی.
دې مركز همدارنګ، د دې ګزارش په سلګونو نسخې د امريكې د مجلس په غړو كښې ويشلی دی، او د امريكې مقاماتو، مشرانو، د څیړنو په مركزونو، سفارت خانو او دامريكې په رسندويو كښې به وويشل شی.
524783
captcha