IQNA

د شيعه ؤ د يو بل سره اړيكې لپاره د يو نیټ ورك جوړول ضروری دی

21:03 - January 18, 2010
د خبر لمبر: 1874723
د تفكر او نظر ډله: د اهل بيت نړيوالی ټولنی او د المصطفی نړيوال پوهنتون په ګډه مقصد او هدف د اهل بيت عليهم السلام د تعليماتو تبليغ او په نورو هيوادونو كې د اهل بيت عليهم السلام منوونكو منظـم كول او هغوی د يو بل سره تعلقاتو كې زياتوالی راوستل دی
د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې حجه الاسلام والمسلمين اختری د المصطفی نړيوال پوهنتون د غړيو او واكمنانو اجلاس ته په خطاب كې وويل چې د المصطفی نړيوال پوهنتون فعاليتونه د ډير اهميت وړ دی او هغه دا اجلاس ډير ګټه ور وباله
هغه زياته كړه چې اوس مونږ ته په دنيا كې ډيرې ښی موقعی په لاس راغلی دی او ډير خلك د اسلام او بيا په تيره د اهل بيتو عليهم السلام مذهب طرف ته ګروهن لری
هغه وويل چې د دينی عالمانو دا ذمه واری دی چې هغوی په ټوله نړۍ كې داهل بيت عليهم السلامو تعليماتو ځای ځای ته ورسوی او اسلام په خكلو ور وپيژنی
حجۃ الاسلام والمسلمين اختری وويل چې د اهل بيت عليهم السلام نړيوال ټؤلنه او د المصطفی نړيوال پوهنتون په څو سمجوتو باندې لاسليك كړی دی او نور هم دې كې د زياتيدا تمه لرو.

524904
captcha