IQNA

اردوغان، د غزې د كلابندۍ پر ضد د عربو واكمنانو ناوړه دریځونه وغندل

20:30 - January 19, 2010
د خبر لمبر: 1875249
سياسی او ټولنيزه ډله: د تركی لومړۍ وزير ښاغلی رجب طيب اردوغان د جنوری په 17 نیټه په يو مركی كې د غزې د كلابندۍ او همدا رنګ د اسراييلو په ظلمونو باندې د عربی هيوادنو مشرانو غلط دریځونه چټی ګڼلی دی
د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فراسيسی خبری اژانس "AFP" یې نقلوی چې رجب طيب اردوغان د اماراتو او سعودی عرب ته د سفر نه مخكښې خبريالانو سره په مركی كې وويل چې د غزې د كلابندۍ پر مقابلی كې د عربی حكومتونو ناوړه دریځونه یې د مسلمانانو د اميدونو او په هيلو د اوبو د اړولو په شان وګاڼه
د تركی لومړی وزير زياته كړه چې د غزې ښار كې د فلسطين ملت مصيبتونه او د دې سيمې د كلابندۍ په مقابلی كې د عربو هيوادونو او حكومتونو دریځ د افسوس باعث دی
رجب طيب اردوغان څو ځله په فلسطينيانو د اسرايل ظلمونه غندلی دی او د فلسطين ولس ملاتړ اعلان یې كړی دی

525597
captcha