د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د جمهوری اسلامی افغانستان له څانګې یې نقلوی، د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير د سلواغی د مياشتې په 3 نیټه وويل: تصويری رسندویې، غير اخلاقی فلمونه ډېر شوی دی او دا د ځينو هغه كسانو د لاسه چې له ډموكراسۍ یې يوه غلطه معنی اخستې ده.
هغه زياته كړه د اطلاعاتو او كلتور وزارت د مخابراتو په مرسته دا اراده كړې ده چې هغه اينټرنیټی سایټونه چې د اخلاقی معيارونو مخالف دی هغه بند كړی.
سيدمخدوم رهين زياته كړه: د افغانستان د رسندويو په قانون كښې يوه بهرنی هيواد هم لاس نه دی لرې او د دې هيواد د اطلاعاتو او كلتور وزارت په خپله د مطبوعاتی معيارونو پر اساس هغه ليكلی دی.
هغه زياته كړه: ځينې رسندویې د نورو هيوادونو په ګټه لګيا دی كار كوی چې نبايد دا كار ادامه ولری بايد فلمونه او برنامې یې اسلامی رنګ ولری او د افغانستان د خلكو په ګټه دې ترې كار واخستې شی.
528484