د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "BC Muslim School" ويب پاڼې یې نقلوی چې د برټش كولمبيا په اسلامی سكول چارواكو په كوششونو سره تر سره كيدونكی دغه مقابلو مقصد محصلانو ته د قرائت او د قران پاك د حفظ شوق وركول دی
دا مقابله په شپږو برخو كې تر سره كیږی لومړې برخه د لومړی كلاس ماشومانو لپاره له سورت همزه تر الناس سورت پورې بيا د دوهم او دريم كلاس ماشومانو لپاره سوره ليل نه تر الناس پورې څلورم كلاس ماشومانو لپاره سوره عبس نه تر ناس پورې پنځم كلاس ماشومانو لپاره مرسلات سورت نه تر انسان او د ټولی ديرشمې سپاری حفظ او د شپږم كلاس ماشومانو لپاره ديرشمه پاره او يو كم ديرشمه پاره د جن سورت پورې او اووم كلاس ماشومانو لپاره د يو كم ديرشمه او ديرشمه دواړو پارو حفظ شامل دی ۔
532874