IQNA

د حضرت امام حسين عليه السلام د اربعين (څلویښتی) دستوری وشوی

23:33 - February 05, 2010
د خبر لمبر: 1882855
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ د ستر مقام په شتون سره د حضرت امام خمينی (رح) په حسينيه كښې د شهيدانو د سردار حضرت امام حسين (ع) د شهادت د كليزی د څلویښتۍ د وير دستوری وشوی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه دستورو كښې چی د ايران د نظام مسئولانو او ددغه هيواد د زنجان ولايت بيلا بيلو خلكو پكښې ګډون كړی ؤ ويرجنو او ذاكرينو په نوحه ويلو او مرثيو ويلو سره د كربلا په اسيرانو په كاروان او حضرت زنيب سلام الله عليها په شويو ظلمونو اوښكې تويی كړی.
د دغه له اخلاصه ډكه ويرنې پای د اسلامی انقلاب د سترلارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه په دعا سره وشو .
په افغانستان كښې هم د حضرت امام حسين (ع) د شهادت دكليزی څلویښتی ولمانځل شوه
د افغانستان خلكو ددغه هيواد په بلخ ، هرات، دايكندی ، باميان ، وردګ ، غزنی او د پروان ولايتونو په شمول بلا بيلو سيمو كښې نن د شهيدانو د سردار حضرت امام حسين (ع) د شهادت دكليزی څلویښتی په ورځ د وير دستوری وكړی .
د دغه خبر له مخې د كابل ښار مذهبی ځايونه ، جوماتونه او امامباړی نن توری پوښل شوی وی څو د نړۍ په مسلمانانو كښې د كربلا حماسه او د عاشورا پاڅون يوار بيا ژوندی كړی .
په دغو دستورو كښې ويناوالو د كربلا د سترې حماسی د ایډيالونو او د عاشورا د پاڅون په ساتنې ټينګار وكړ او ددغه حماسی د بيلا بيلو اړخونو په بيانولو كښې یې د حضرت امام سجاد (ع) او حضرت زينب (س) رول له اهميته ډك او اغيزمن وباله .
بیګا هم په كابل كښې د ايران په سفارت كښې د حسينی اربعين د ورځی د وير دستوری شوی وی .
534247
captcha